لاهور 01 دسمبر (اے پي پي) وزیرِاعظم محمد شهباز شریف د خېبر پښتونخوا ضلعو بنوں او خېبر كښې د فتنه الخوارج په ضد په کامیاب عملياتو د امنيتي ځواكونو افسرانو او اهلکارو ??ه پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د ترهه ګرۍ لعنت تر بشپړه ختمولو به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ روان وي،د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قوم د پاك پوح سره ولاړ دے۔د اتوار په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جا??ي شوې بيان له مخې وزیر?? اعظم د 8 خوارج په وژلو او د 11 په ژوبل كولو او حراست كښې په اخستلو د امنيتي ځواكونو پیشه وره صلاحیتونه وستائل۔وزیرِاعظم د عملياتو په مهال شهيد شوې کیپټن محمد زهیب الدین او سپاهی افتخار حسین ??ه پيرزوئنې وړاندې كړي۔وزیرِاعظم د پاك پوځ شهيدانو لوړو درجو او د كورنيو زغم لپاره دعا وكړه۔وزیراعظم ووئيل د هېواد څخه د ترهه ګرۍ لعنت تر ختمولو به جنګ روان وي،د پاك پوځ افسران او اهلكار د خپلو ځانونو پرواه كولو نه غير هېواد د دښمنانو څخه په حفاظت كښې بوښت دي،زما پشمول ټول قوم د پاك پوځ په بهادر افسرانو او ځوانانو فخ?? كوي۔وزیرِاعظم ووئيل د پاکستان قوم به د خپلو شهيدانو قربانۍ چري هم هيري نه كړي،د ترهه ګرو او هېواد دښمنه عناصرو په پاکستان كښې د انتشار ناوړه عزائم به چري هم کامیاب نه شي۔
Nguồn bài viết : RTG Điện tử